د کابل شمال کې اورلګېدنې تر اوسه ۷ کسان وژلي

د کابل شمال قلعه مراد بېک سيمه کې اورلګېدنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په شمال کې د تېرې شپې په اورلګېدنه کې د ۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن په یوه پیغام کې رسنیو ته وویل چې دا اورلګېدنه د تېلو په یوه ټانکر کې وشوه.

ښاغلی ارين زياتوي: "د تېرې شپې اورلګېدنې له کبله په سیمه کې د اوو کسانو مړي موندل شوي دي. زموږ ژغورونکي ډلې په سیمه کې کار کوي، ښایي دا شمېره بدله شي. د تېرې شپې په دې پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي."

د راپورونو له مخې په دې اورلګېدنه کې چې تېره شپه د کابل د قلعه مراد بېک په سیمه کې شوې، د تېلو څو ټانکرونه سوځېدلي او له‌منځه تللي.

تر اوسه د دې پېښې علت معلوم نه‌دی. د کورنیو چارو وزارت وایي په اړه‌یې پلټنې کوي.

بل‌خوا، د افغانستان برښنا شرکت وايي، د دغې اورلګېدنې له امله د وارداتي برېښنا لين پرې شوی چې د کابل ډېری سيمې بې‌برېښنا شوي.

دغه شرکت وايي چې تخنيکي ټيم‌يې سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې ډېر ژر ستونزه حل کړي.