خلیلزاد د لوګر په مرکز پل علم کې پرونی خونړی برید غندلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د لوګر په مرکز پل علم کې پرونی خونړی برید غندلی دی.

زلمي خلیلزاد نن شنبه (د غويي ۱۱مه) پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي دي چې دا بوږنوونکې فاجعه او د برید عاملان په کلکو ټکو غندي.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی او ښاغلي خلیلزاد هم نه دي ویلي چې دا د چا کار و؟ خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات د برید پړه پر طالبانو اچولې.

ښاغلي حیات نن له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی: "زموږ دقیق استخباراتي معلومات دا دي چې دا برید طالبانو کړی ولې د لوګر او دې ته ورته نورې پېښې که کېږي او دوی یې رسماً مسوولیت هم نه مني خو معلومه ده چې په هېواد کې ناامنیو ته اصلي بستر طالبانو اوار کړی."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پل علم کې د تېر ماښام چاودنې ۲۱ کسان وژلي، خو د لوګر سیمه ییزو چارواکو په چاودنه کې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.