د افغانستان دفاع وزارت: د بهرنیو ځواکونو وتل عملاً پیل شوي

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا

نن د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د شااوخوا لس زره نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر رسماُ پیل شو.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا نن شنبه (د غويي ۱۱مه) د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر پیل تایید کړ: "د بهرنیو ځواکونو وتل عملاً پیل شوي دي. دوی یو په بل پسې ساحې تخلیه کوي او د بګرام په څېر په خپلو لویو مرکزونو کې راټولېږي چې له هغه ځایه به بیا خپلو اصلي وطنونو ته ځي."

شااوخوا سل تنه امریکایي پوځیان لا مخکې د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه ووتل.

له امریکايي سرتېرو سره په یوه وخت کې له شل کلن ماموریت وروسته په افغانستان کې د ناټو د شااوخوا ۷ زره دېره سرتېرو وتل هم پیلېږي.

ولسمشر جوبایډن د اپرېل په ۱۴مه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سږني کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه بشپړ شي.