قرغزستان: تاجکستان سره امنیتي وضعیت لاهم ترینګلی دی 

یو قرغزي سرتیري

د قرغزستان چارواکي وايي، له تاجکستان سره په لانجمن سرحد کې امنیتي وضعیت د تېرو څو ورځو نښتو په دوام لا هم ترینګلی دی.

په دې سیمه کې د تېرو درېیو ورځو په نښتو کې د ملکي وګړو په ګډون له ۴۰ زیات کسان مړه او لسګونه نور تپیان شوي دي.

دا نښتې په تېرو لږ تر لږه درېیو لسیزو کې ساری نه لري.

د قزاقستان په خوا کې د ازادي راډیو خبریال وايي، نن په دې سیمه کې د ډزو اوازونه اورېدل شوي او تاجکي ځواکونو هغه سړک بند کړ چې د قرغزستان باتکین او لایلیک ولسوالۍ سره نښلوي.

په دې سیمه کې د قرغزستان او تاجکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ نښتې د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې د دې سیمې اوسېدونکي سره ونښتل او پر یوبل یې د ډبرو ګوزارونه وکړل خو له پېښې ۲۴ ساعته وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اوربند اعلان شو.

د قرغزستان صدراعظم اولوک بېګ ماریپوف پرون د روسیې په کازان ښار کې له خپل تاجک سیال قاهر رسولزاده سره د خبرو پر مهال د کړکېچ د کمولو په مقصد هڅو ته خوشبیني څرګنده کړه.

ښاغلي ماریپوف زیاته کړه: "موږ په خپلو کې شوې موافقې، اوربند، د رغنده خبرو دوام او په سرحد کې د کړکېچ د کمولو وړاندیز ته په مثبت نظر ګورو."

د قرغزستان د سرحدي خدماتو ادارې نن وویل چې د ګډ سرحد پر لور يې د تاجکي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو تحرکات ثبت کړي دي خو تاجکستان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.