په بګرام کې د تراویح لمانځه پرمهال په چاودنه کې یو تن وژل شوی او پنځه ویشت نور ټپيان شوي دي.
د پروان د امنیه قومانداني د امنیت امر عبدالواسیع رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې چاودنې ټول قربانیان د ملي اردو کسان دي.
یو سرتیری چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت ښه نه دی او په کابل کې سردار محمد داوود خان روغتون ته انتقال شوې دي.
د دې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.