لوګر کې موټر بم برید؛ د وژل شوېو شمېر ۲۶ ته ورسېد

د لوګر پېښه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د موټر بم په پېښه کې د وژل شوېو شمېر ۲۶ کسانو ته ورسېد.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه ۱۱۰کسان ټپیان موندل شوي چې ښایي د وژل شوېو شمېر هم ورسره زیات شي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، وژل شوي کسان ډېری هغه زده کوونکي وو چې د دغه ولایت له ازرې ولسوالۍ مرکز ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره راغلي وو.

د لوګر ولایت مرکز پل علم کې تېر ماښام شااوخوا ۷ بجې د عامې روغتیا روغتون او پر یوې مېلمه خونې ودانۍ موټر بم برید وشو چې له امله یې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دې دمه د دغې پېښې پړه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه ده منلې.