د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ په لانجمن سرحد کې اوربند لا هم نافذ دی.
قرغزي چارواکو مخکې له دې ادعا کړې وه چې ۳۱ وګړي یې له تاجکانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د قرغزستان د روغتیا وزیرې الیزا سلطان بېکووا پرون د اپرېل په دېرشمه ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو په نښتو کې ۱۵۴ قرغز وګړي او ۲۳ تنه د قانون د تنفیذ، امنیت او پوځ سرتېري ټپیان شوي دي.
د قرغزستان چارواکو همدا راز ویلي چې شااوخوا شل زره خلک چې ډېری ښځې او ماشومان دي له تاجکستان سره د ګډ سرحد له سیمو اېستل شوي دي.
تاجکستان چې حکومت یې د معلوماتو پر خپرولو پوره کنټرول لري د پېښې د تلفاتو په اړه پټه خوله پاتې دی او یوازې دومره یې ویلي دي چې نهه وګړي یې په ډزو ټپیان شوي دي خو د ازادي راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې لږ تر لږه دولس تاجکان چې څلور په کې پوځيان دي په دې نښتو کې وژل شوي.
دا نښتې د چهارشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوې چې په باتکین سیمې کې د پولې د دواړو خواوو خلک سره ونښتل او پر یو بل یې د تیږو ګوزارونه وکړل.