روسیې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پر اتو چارواکو دې هېواد ته د سفر بندیز لګولی دی. دا پر څو روسي وګړو د اروپايي ټولنې د بندیزونو پر وړاندې د کریملین ځوابي اقدام دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د غويي ۱۰مه) وویل، د اروپايي ټولنې په هغو چارواکو کې چې روسیې ته د سفر بندیز پرې لګېدلی، د اروپايي کمېسیون مرستیاله وېرا جورووا او د اروپايي پارلمان رییس دیوید ساسولي هم شامل دي.
اروپايي ټولنې تېره میاشت پر دوو روسانو چې د روسیې په چیچنیا جمهوریت کې د همجنس بازو هلکانو او نجونو په ځورولو تورن وو، بندیزونه ولګول.
دې ټولنې همدا راز د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر څلور نژدې همکارانو هم بندیزونه اعلان کړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي اروپايي ټولنه د روسیې پر وګړو او موسسو د نامشروع او یو اړخیزو بندیزونو پالیسۍ ته لا هم دوام ورکوي.
اروپايي ټولنې ویلي چې د روسیې دې اقدام ته به ځواب ووايي.