د بښنې نړیوال سازمان: روسیه دې ایوان پاولوف سمدستي خوشې کړي

د بشري حقونو مخکښ مدافع ایوان پاولوف

د بښنې نړیوال سازمان له روسي چارواکو غوښتي دي چې د بشري حقونو مخکښ مدافع ایوان پاولوف سمدستي او بې له قید او شرطه خوشې کړي.

پاولوف چې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسۍ ناوالنۍ مدافع وکيل هم و، د یوې دعوې د اړوندو معلوماتو په افشا کولو تورن شوی دی.

نوموړی د اپرېل په ۲۹مه نېټه د مسکو په یوه محکمه کې د ناوالنۍ پر ضد په هغه دعوه کې د مدافع وکیل په توګه حاضر شو چې څارنوالانو غوښتل د ناوالنۍ ګروپ ته د یوې افراطي ډلې حیثیت ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په یوه بیان کې چې پرون جمعه (د غويي ۱۰مه) خپور شو ویلي، پاولوف د هغو دوسیو د معلوماتو په فاش کولو تورن شوی دی چې د روسیې حکومت یې په سیسټماتیک ډول محرم اسرار بولي.

بیان زیاتوي چې د روسیې دا اقدام پر عدالت ملنډې وهل دي.

پاولوف په روسیه کې وروسته له هغه ډېر مشهور شو چې له خیانته نیولې تر جاسوسۍ پورې په ډېرو حساسو قضیو کې یې د وکالت مسوولیت ومانه.