امریکا: که طالبان غواړي کرکه ورڅخه ونه شي، له القاعده سره دې اړېکې پرې کړي

ارشیف، د پکتیا طالبان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان غواړي چې په نړۍ کې ورڅخه کرکه ونه شي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره دې اړیکې پرې کړي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس دا خبره د پنجشنبې (د غويي ۹مه) په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړه: "د کرکې نتیجه د هر ډول نړیوال مشروعیت نه لرل او د پایښت لپاره د توان نشتوالی دی. که طالبان غواړي چې د افغانستان د راتلونکې یوه برخه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته له درناوي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو له پرې کولو پرته به دا ممکنه نه وي."

له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو شلون له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د موافقې یو اساسي شرط و.