خوست کې ۴نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

ارشیف

په خوست ولایت کې څلور نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه.

د خوست ولايت پولیسو د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې درې عملیاتونه وکړل چې په نتيجه کې يې څلور نیم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.

د خوست د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې عملياتو مخکې له محلي خلکو سره خبرې شوي دي او دوی په پام کې لري چې د خوست ولايت په نورو ولسوالیو کې هم د کوکنارو کښتونه واړوي.