په بلخ او کندز ولايتونو کې تر ۶۰۰ بوتلو ډېر شراب د قاچاقو پرمهال ونيول شول.
په لومړي ګام کې ۱۵۰ بوتله شراب چې له حيرتان بندره په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې سمنګان ولايت ته قاچاق کړل شي، د حيرتان بندر په دوراهي سيمه کې ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې په دوهم اقدام کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي امنيت ریاست د کار کوونکو په همکارۍ په کندز ښار کې يو تن له۵۱۰ بوتله شرابو سره ونيو.
د دې دوو قضيو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.