ننګرهار کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي توکي ونيول شول

ارشیف

پولیسو په ننګرهار ولايت کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.

په ننګرهار ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په خوګياڼو، شېرزادو او مومنددرې ولسواليو کې ۸۲ کيلوګرامه چرس او ۴۰ کيلو ګرامه ترياک ونيول.

د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، دوهم عمليات چې په جلال اباد ښار کې وشول، په نتيجه کې يې ۱۶نيم کيلو ګرامه چرس، څه اندازه ښیښه او کېمياوي مواد هم ونيول شول.

د نشه يي موادو د دې څلورو قضیو په تړاو اته تنه هم نيول شوي دي.