د نشه يي توکو۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

ارشیف

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو ۳۰ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائيه او استېناف محکمو ۳۰ قاچاق کوونکي چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو د ۲۶ قضيو په تړاو نيول شوي وو، له درېيو څخه نيولی بیا تر اوو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل، له محکوم شوېو قاچاق کوونکو سره ۱۷۳کيلوګرامه هيروئين، ۱۵۳ کيلوګرامه تارياک، ۷۵ کيلوګرامه ښیښه، تر اوو کيلو ګرامو ډېر چرس او تر پنځو زرو ليټرو ډېر شراب نيول شوي دي.