د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو درېیم تلین

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم دُرانۍ

نن د ثور لسمه په کابل کې د ازادي راډیو د درېيو خبریالانو د وژل کېدو له درېیم تلین سره برابره ده.

د هغوی د درېیم تلین په مناسبت د ازادي راډیو رئيس قادر حبیب په یوه پیغام کې وویل: "په افغانستان کې خبریالان او د معلوماتو رسول تر بل هر وخت له زیات ګواښ سره مخامخ دي او نن په داسې حال کې په ازادي راډیو کې د خپلو درېيو همکارانو په دریېم تلین کې د هغوی یاد تازه کوو چې شپږ میاشتې پخوا مو خپل څلورم خبریال له لاسه ورکړ. نن یو وار بیا خپله ژمنه تازه کوو چې د ازادي راډیو مخاطبانو ته به د بې پرې معلوماتو رسولو ته دوام ورکړو چې خپلو عزیزانو ته مو چې یوازې له حقایقو د خلکو د خبرولو په خاطر ووژل شول، درنښت په ځای کړی وي."

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم دُرانۍ له ۶ نورو خبریالانو سره درې کاله پخوا په دې ورځ په کابل کې د یوې پېښې په اړه د راپور چمتو کولو پر مهال په دوو پر له پسې چاودنو کې ووژل شول.

کابو شپږ میاشتې پخوا د نومبر په دوولسمه د ازادي راډیو زړه ور، مسلکي او پېژندل شوی خبریال الیاس داعي د هغه بم په چاودنه کې چې د ده په موټر کې اېښودل شوی و، ووژل شو.