بغلان کې د ماشومانو په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي

آرشیف، بغلان

په بغلان ولایت کې د څو ماشومانو په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي.

د بغلان د ختجان ولسوال عبدالناصر راسخ ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په 'زي محمود' کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور حمله وکړه.

ښاغلي راسخ زیاته کړه: "له بده مرغه د ولیان درې اووه تنه محترم اوسېدونکي چې د سرتېري مجیب الله خپلوان او ګاونډیان وو، شهیدان شوي، دوی ټول ملکي او بې ګناه خلک دي. د دوی په منځ کې ۱۲ کلن او ۱۳ کلن ماشومان هم شامل دي."

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.