د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر پوله نښتې؛ ۱۳ تنه وژل شوي

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ پوله

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ د اوربند تر ټېنګېدو مخکې د یوې لانجمنې سرحدي سیمې پرسر نښته کې قرغزستان د وژل شوېو خلکو شمېر ۱۳ تنه اعلان کړ.

د قرغزستان د روغتیا وزارت نن ویلي په دې نښته کې چې د دواړو لورو د اوسیدونکو د ډبرو له وارولو وروسته پیل شوې وه ۱۳۴ تنه ټپيان شوي هم دي.

د باتکین سیمې په لیلک کلي کې نښته اوس پای ته رسېدلې.

د قرغزستان د باتکین پولیسو د تاجکستان اوسیدونکي ملامته کړي چې په کوکتاش کلي کې یې د دوی د اردو په یوه ډله ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې د تاجکستان له لوري د قرغزستان اکسای کلي ته نږدې هم ډزې شوي.

د تاجکستان د سرحدي ګارډ ځواکونو د قرغزستان ادعا رد کړې.

تاجکستاني چارواکو ویلي لومړی د قرغزستان پوځیانو د تاجکستان په پوله ساتو ځواکونو په ګالاونای سیمه کې ډزې وکړې.