خلیلزاد دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو سره لیدلي

زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد په دوحه کې د افغانستان د دولت له مذاکراتي ټیم او طالبانو سره لیدلي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې د دې ناستې خبر ورکړی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دولت د مرکچي ټيم یو شمېر غړیو پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي سره د سولې د مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد د سولې د مذاکراتو د بهیر د ګړندي ​کولو لپاره د متحده ایالاتو د اقداماتو په هکله خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته په استولي پیغام کې تایید کړه چې زلمي خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د سیاسي دفتر له غړیو سره د افغانستان پر روان وضعیت او د سولې په پروسې خبرې وکړې.

خلیلزاد داسې وخت دوحې ته تللی چې هلته د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي ټيمونو له څو اوونیو سره نه دي لیدلي.

طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د مودې د ځنډ په غبرګون د سولې اړوند کنفرانسونو کې هم له ګډون ډډه کړې ده.

هاخوا بیا سپینې ماڼۍ او ناټو پرون تایید کړې چې د امریکا د نوې پرېکړې له مخې تر دې دمه سل بهرني عسکر له افغانستانه ایستل شوي دي.