قول اردو: پکتيکا کې د ۴ پاکستانيانو په ګډون۱۳ طالبان وژل شوي

پکتیکا کې افغان سرتیري

په پکتیکا کې د ملي اردو چارواکي وايي، د څلورو پاکستانیانو په شمول د طالبانو ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي.

دا خبره د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، افغان پوځيانو طالبانو ته دا مرګ ژوبله د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند د کوه سپیرې په سیمه کې په ځوابي بریدونو کې ور اړولې: "افغان پوځیانو وسله وال طالبان په شا وتمبول او د قاري اختر محمد پنجابی په مشرۍ د دې ډلې ترهګرې ډلې د څلورو پاکستاني غړو په شمول ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور یې ټپیان شول. ځینې مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي."

مومند و نه ویل چې په دې برید کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه؟ خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلې چې د برمل ولسوالۍ په نوې اډه سیمه کې یې د افغان ځواکونو یوه پوسته له منځه وړې او ۶ پولیس یې وژلي دي.

دی وایي، په نښته کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی.