د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو له وتلو سره-سره به د افغانستان له خلکو سره ژمن پاتې شي.
ارګ پر خپل ټویټرلیکلي چې هایکو ماس دا څرګندونې پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پرمهال وکړې.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر ټویټر لیکلي چې هایکو ماس له ده سره د لیدو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د جرمني د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی.
د جرمني د بهرنیو چارو ژمنه کړې چې روان کال به ۴۳۰ میلیونه یورو چې د ۵۲۰ میلیونه ډالرو معادل دي، افغانستان سره مرسته کوي.
دغه هېواد به تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې هر کال همدا اندازه مالي مرسته له افغانستان سره وکړي.