په جوزجان کې د سیمه ییزې اردو یو قوماندان شېر علي ګُرګ د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود ندیم ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) د جوزجان د قوش تېپې ولسوالۍ په ترکمن قدوق سیمه کې شوې ده.
ښاغلي ندیم وویل چې دې پېښه کې د دې اردو درې نور غړي ټپیان شوي هم دي.
دی وایي، شېر علي د ملي اردو د هغه موټر د مرستې لپاره روان و چې ماین پرې چاودلی و او خپله د یوه کمین ښکار شو.
وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
سیمه ییزه اردو د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د جوزجان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت لري.