د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې لپاره ۳۰ نوي لوبغاړي ټاکل شوي دي.
تمه ده د دوی ۲۶ تنه یې د روان کال د مې له ۲۰ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې په عربي متحده عربي اماراتو کې په تمریني کمپ کې د ملي لوبډلې ملتیا وکړي.
د فوټبال د فدراسیون مشر فیروز مشعوف پرون پنجشنبه (د غويي ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې ملي لوبډله د تمریني کمپ ترڅنګ به د مې پر ۲۵ مه نېټه له اندونیزیا سره او پر ۲۹ مه نېټه به له سنګاپور سره سیالي وکړي.
هغه هیله وښوده چې دا لوبډله به له ښو پرمختګونو سره بېرته راستنه شي.
افغانستان د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون پر درېیمه له بنګله دېش، د جون پر۱۱ مه نېټه له عمان او د همدې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه له هند سره لوبه وکړي.