افغان حکومت وايي چې د مسکو په کوربهتوب د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکې پراخه درې اړخیزه غونډه کې به ګډون وکړي. په پام کې ده چې دا غونډه سبا د اپرېل په ۳۰مه نېټه جوړه شي.
د افغانستان د سولې په اړه د بحث په مقصد د پراخې درې اړخیزې غونډې په فارمټ کې متحده ایالات، روسیه، چین او پاکستان برخه لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت به د سولې په پار په هره غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلی تهذیب زیاتوي: "موږ په مسکو کې د مخکېنۍ درې اړخیزې غونډې چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت جوړېدل د نهمنلو وړ وبلل، د هرکلي ترڅنګ په هر راز غونډو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر پراخ او هر اړخیز ګډون ټینګار کوو."
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د سبا ورځې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او ضمیر کابلوف او د پاکستان او چین استازي ګډون وکړي.