جنوبي وزیرستان کې له درېیو ورځو راهیسې پیل شوی اعتراض پای ته ورسېد

د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د خلکو پرلت

د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې دوو ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې له درېیو ورځو راهیسې د خلکو پیل شوی اعتراض پای ته ورسېد.

د دوشنبې په ورځ د مکین سیمې سلګونه اوسېدونکو اعتراضیه پرلت پیل کړ او عدالت ته‌یې د هغو امنیتي چارواکو د سپارلو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا د سیمې د دوو زلمکیو په وژنه او د دوو نورو په ټپي کولو کې ښکېل دي.

دوی همداراز د قربانیانو کورنیو ته د وينې د بدل او له سیمې د هغو کورونو د ایستلو غوښتنه وکړه چې امنیتي پرسونل په‌کې دېره دي.

دا پرلت تېره شپه له معترضانو سره د سیمه‌ییزې ادارې او امنیتي چارواکو له خبرو وروسته پای ته ورسېد.