د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

جرمني د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن کابل ته له رسېدو سره سم وویل چې جرمني به د افغانانو ترڅنګ وي او د افغانستان باوري شریک به پاتې شي.

ښاغلی ماس به له ولسمشر اشرف غني سره وګوري او د جرمني سرتېرو د لیدو لپاره مزارشریف ته ولاړ شي.

ماس په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر دوه ورځې وروسته پیلېږي.

ښاغلي ماس زیاته کړه چې د جرمني پوځي مأموریت ډېر ژر پای ته رسېږي، خو دا هېواد به په افغانستان کې په نورو ټولو برخو کې ښکېل پاتې شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان ښه راتلونکې د اروپایانو په ګټه ده او جرمني نه‌غواړي چې په دې هېواد کې یو ځل بیا پخوانی ناوړه حالت حاکم شي.