راپورونه وايي چې چین د خپل لومړني فضايي سټېشن اصلي چوکاټ فضا ته توغولی دی.
دا د فضايي فعالیتونو په برخه کې د چین د بریا یوه بله نښه ده.
د فضايي تمځای دا اساسي برخه د ژوند اساسي اړتیاوو او درېیو ستور مزلو ته ځای لري چې د چینايي رسنیو د راپورونو له نن د اپرېل په ۲۹مه نېټه د چین د جنوبي ټاپو هاینان له وېن چانګ فضايي مرکزه د اوږده واټن وهونکي توغندي په وسیله فضا ته واستول شوه.
پېکېنګ د تیان ګونګ په نوم د خپل فضايي سټېشن د ټولو برخو د بشپړولو لپاره په را روان کال کې ۱۱ نورې فضايي الوتنې هم په پام کې لري.