ننګرهار کې د مرمرو پر پروسس پانګونه زیاته شوې

ننګرهار ولایت کې د مرمرو د پروسس فابریکه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ننګرهار ولایت کې د مرمرو پر پروسس او د‌ دې سکټور په نورو برخو پانګونه زیاته شوې.

د‌ دې‌ وزارت له قوله، د پانګونې په زیاتېدو سره د یو شمېر خلکو کار روزګار هم ورسره غوړېدلای.

د دې وزارت ویاند فوادا احمدي نن پنجشنبه (د غويي ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي ښار ګوټي کې د مرمرو برخه کې ۱۶ فابریکې فعالیت کوي او پانګوالو په‌دې برخه کې تر ۵۰ میلیونه ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

د ښاغلي احمدي په خبره، دا فابریکې په کال کې له درې زره ټنو ډېر مرمر تولیدوي او په دې ولایت کې یې تر ۵۰۰ زیاتو خلکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار د مرمرو فابریکې په کور دننه له پلور سربېره ایټالیا، ازبیکستان، تاجیکستان او پاکستان ته هم خپل تولیدات صادروي.

له ننګرهار سربېره، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د مرمرو بېلابېل ډولونه او کانونه شته چې له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ دي.