د امریکا دفاع وزیر د پاکستان لوی درستیز سره پر افغان سولې غږېدلی

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغان سولې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې.

د پنټاګون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) په دغو ټیلیفونو خبرو کې دواړو مشرانو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي اسټڼ یو ځل بیا د امریکا او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان د سولې له پروسې یې د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه.

دفاع وزیر دغه راز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو مهمو لوبغاړو د اجماع پر اساس د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د خبرپاڼې له مخې جنرال باجوه دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره د سولې په مانا ده.