ارګ: ولسمشرغني پاکستان ته پټ غیر رسمي سفرونه نه دي کړي

ارشیف، ولسمشرغني

د افغانستان جمهوري ریاست هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني دې پاکستان ته څو پټ غیر رسمي سفرونه کړي وي.

د ارګ د ویاند مرستیال محمد امیري ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی رسمي سفر ۲۰۱۹ کال کې و: "پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر وروستی سفر د ۲۰۱۹ کال په جون میاشته کې و، له همدې نېټې وروسته تر اوسه پورې نوموړي پاکستان ته هېڅ کوم رسمي یا نارسمي سفر نه دی کړی."

له دې وړاندې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي و چې ښاغلي غني د اړیکو د ښه والي لپاره اسلام اباد ته څو پټ سفرونه کړي دي.