د غور چارواکي: طالبانو د ولایتي روغتون یو ساتونکی وژلی

ارشیف، د غور ولایتي روغتون

د غور چارواکي وایي چې طالبانو د ولایتي روغتون یو ساتونکی وژلی دی.

د غور امنیه قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه تېر ماخوستن شوې او وسله وال دغه ساتونکی په ډزو وژلی دی.

تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو د ښاغلي مخلص په خبره دوی د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.