بلغاریا خپل هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړ

بلغاریا کې د روسیې سفارت

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنه او ناټو د هغو ادعاوو په اړه څېړنه کوي چې ویل کېږي شپږ روسي اتباع بلغاریا کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۰ کال چاودنو کې لاس لري.

دا چاودنې د وسلو په زېرمتونونو کې شوي دي.

د بلغاریا د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) وویل، له شواهدو داسې ښکاري چې دا چاودنې ګرجستان او اوکراین ته د خاصو تولیداتو د اکمالاتو د مخنیوي په هدف شوي دي.

دغه دفتر ویلي، یوه "معقوله فرضیه" شته چې ښيي دغه پېښې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د وسلو د یوه بلغاریایي سوداګر له مسمومولو او په چک جمهوریت کې د یوې ډيپو دننه چاودنې سره تړاو لري.

چک جمهوریت دې وروستیو کې روسیه تورنه کړه چې دې چاودنو کې چې دوه کسان په کې وژل شوي وو، لاس لري.

پراګ له دې اعلان سره سم اتلس روسي ديپلوماتان اخراج کړل او روسیې هم ځواب کې همداسې اقدام وکړ.