لغمان ولایت کې یوې مېرمنې د تندر د لوړ غږ له کبله سا ورکړې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، دا تندر تېر مازدیګر د قرغیو ولسوالۍ بر کشمنډ سیمه کې لویدلی.
د نوموړي په خبره، د تندر د هیبت ناک غږ له کبله د دغې ښځې زړه دریدلی او مړه شوې ده.