روسیه د سلواک او د درېیو نورو بالتیک هېوادونو ۷ ډیپلوماتان باسي

د روسیې بیرغ

روسیې اعلان وکړ چې د سلواک او د درېیو نورو بالتیک هېوادونو ۷ ډیپلوماتان باسي.

دا ډیپلوماتیکه جګړه وروسته له هغه راپورته شوه چې چک جمهوریت ادعا وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د دې هېواد په یوه ډیپو کې په مرګونې چاودنه کې روسیه ښکېله وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل چې په مسکو کې د سلواک، لیتوانیا، لاتویا او استونیا سفارتونو ته خبر ورکړل شوی چې د مې تر ۵مې نېټې دمخه دې د دغو هېوادونو ۷ ډیپلوماتان له روسیې ووځي.

د روانې میاشتې په سر کې چک جمهوریت یو شمېر روسي ډیپلوماتان له خپل هېواده وایستل چې د مسکو له غبرګون سره مخامخ شول.

تېره اوونۍ لیتوانیا، لاتویا، استونیا او سلواک ویلي وو چې له چک سره د یووالي په بڼه روسي ډیپلوماتان له خپلو هېوادونو باسي.

دا څلور سره هېوادونو د اروپایي ټولنې غړي او د ناټو د امنیتي ائتلاف غړي دي.