د مصر د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف شول

د مصر د نیل سین سیمه

د مصر د ګرځندوی او لرغوني میراث وزارت وايي، د دغه هېواد لرغونپېژاندو د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف کړي دي.

دا قبرونه چې په ځینو کې یې د انسان جسدونه هم شته، له قاهرې ۱۵۰ کیلومتره لیرې په داکاهلیا سیمه کې موندل شوي.

د مصر د لرغونو میراثونو او ګرځندوی وزارت پرون همداراز وویل چې ۶۷ قبرونه بیضوي بڼه لري او له ۳ زره تر ۶ زره میلاد مخکې دورې پورې تړاو لري.