سعودي عربستان د سور سمندرګي په ینبع بندر سیمه کې د یوې د حملې مخه ونیوله

په سور سمندرګي کې یو سعودي سرتېری د ګزمې پر مهال

سعودي عربستان وايي، د سور سمندرګي په غاړه په ینبع بندر سیمه کې یې د یوې بېړۍ چې له چاودېدونکو موادو ډکه وه او له لیرې کنټرولېده، د حملې مخه نیولې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان دفاع وزارت په یوه بیان کې د دې بېړۍ د مخنیوي او له‌منځه وړلو یادونه کړې، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي څرګند کړي.

تر دې وړاندې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو په یوه ترمینل کې د دغه هېواد یوه بېړۍ د چاودنې په نتیجه کې زیانمن شوې وه.