د اوکراین پوځ ته د ولسمشر زلېنسکي امر: تیارسی اوسئ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي له خپلو پوځیانو سره د لیدو پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د خپل هېواد پوځ ته وویل چې په پولو کې د روسي ځواکونو له کمېدو سره سره تیارسی اوسي ځکه چې دا پوځیان هره شېبه بېرته راګرځېدای شي.

زلېنسکي پرون (سې شنبه) کریمیا ته نږدې د اوکرایني پوځیانو د لیدو پر مهال وویل، د روسي ځواکونو د لیرې کېدو معنی دا نه‌ده چې د اوکراین پوځ چمتو ونه‌اوسي. روسي پوځیان هره شېبه بېرته پولو ته راګرځېدای شي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون وویل چې د اوکراین له پولو د ځواکونو شا ته کول‌یې د لوېدیځ له فشار سره تړاو نه‌لري، بلکې مسکو د ځان ساتنې لپاره هر هغه څه کوي چې لازم وي.

ده په عین حال کې روسیې ته نږدې د ناټو ځواکونو پر حضور اندېښنه وښوده.