د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینو امریکایانو ته له افغانستانه د وتلو امر وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو شمېر امریکایانو ته امر کړی چې له دغه هېواده دې راووځي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په افغانستان کې د امریکا د حکومت کارکوونکو ته خبر ورکړی چې که‌یې کارونه له نورو ځایونو کېږي له پلازمېنې کابل دې راووځي.

په خبرتیا کې راغلي چې د افغانستان ټولو سیمو ته سفر خوندي نه‌دی ځکه د سړي تښتونو، بمي بریدونو، وسله‌والو حملو او ډول ډول خطرونو کچه په‌کې خورا لوړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روېټرز اژانس ته په اېمېل کې لیکلي چې دا امر په کابل کې د امریکا سفارت د یو لږ شمېر کارکوونکو په اړه سمدستي د اجرا وړ دی. د کارکوونکو دقیق شمېر نه‌دی په ډاګه شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دې اوسني کار له امله به په عملیاتونو او وړتیاوو کې کوم تغییر رانه‌شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه ټاکلې، خو له دې مخکې له افغانستانه د امریکا د یو شمېر ملکي کارکوونکو او ډیپلوماتانو د ایستلو په اړه ډېر څه نه‌و ویل شوي.