نن د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګیو له فارغانو د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.
د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي دا لومړی وار دی په دومره شمېر ولایتونو کې ازموینې په یوه دوره کې مدیریت کېږي.
د دې ادارې د تخنیکي او عملیاتي چارو مشر یما امان رسنیو ته ویلي: "موږ به سږ کال په ټوله کې شاوخوا دوه لکه داوطلبان ولرو، له دې شمېره ۱۴۳ زره به د ظرفیت لپاره سیالي کوي چې ۷۲ زرهیې د لوړو زدهکړو وزارت د لېسانس برنامو کې دي."
تمه ده په اتو پاتې ولایتونو کې د ثور په ۲۶مه کانکور ترسره شي.
د پلازمېنې کابل د کانکور نېټه لا نهده مشخصه شوې.