جنوبي وزیرستان کې اعتراض کوونکو خپل پرلت وغځاوه

جنوبي وزیرستان کې اعتراض کوونکي

په سلګونه کسانو په جنوبي وزیرستان کې نن د دوهمې ورځې په مخه خپل پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی د هغه امنیتي مسؤل د نیولو غوښتنه کوي چې د دوو زلمیانو په وژنه‌یې تورن کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او نورو سیمه‌ییزو دا پرلت د مکین په سیمه کې د دوشنبې په ورځ پيل کړ.

اعتراض کوونکي امنیتي ځواکونه تورنوي چې د یکشنبې په ورځ‌یې د یوه دکان مخې ته ډزې وکړې، دوه تنه‌یې ووژل او یو یې ټپي کړ. دوی وایي چې دا کس‌یې پېژندلی دی چې ډزې یې کړې دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي ویلي دي چې د قتل د دې پېښې تحقیقات پيل شوي دي.

اعتراض کوونکو ویلي دي چې تر هغو د دې دوو تنو وژل شویو مړي خاورو ته نه‌سپاري چې غوښتنې یې نه‌وي منل شوي.