چارواکي: کندهار کې ۱۳۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو کاروان

د کندهار امنیتي چارواکي وایي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه ولایت په څلور ولسوالیو کې تر ۱۳۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیت امر سمونوال غورځنګ اپرېدي ازادي رادیو ته وویل: "په تېرو دوو ورځو کې دښمن په پنجوایي، ژړۍ، میوند او شاه وليکوټ ولسوالیو کې زموږ پر پوستو او مرکزونو بریدونه وکړل چې له ښه مرغه دوی په شا وتمبول شول، ۱۳۱ کسان‌یې وژل شوي او ۱۸ تنه‌یې ټپیان شوي دي."

ښاغلي اپرېدي زیاته کړه چې دا عملیات لاهم روان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.