د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی.
ټېډروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې 'WHO ' هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي، څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي.
ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي.
هند ته د کرونا د خپرېدو په لومړیو کې د دغې وبا د مخنیوي مدیریت کې د یوه بریالي هېواد په توګه کتل کېدل، خو دغه ویروس په وروستیو کې د دې هېواد په وګړو کې چې شمېر یې نژدې ۱۴ سوه میلیونه دی، په چټکۍ سرایت کړی چې له امله یې روغتیایي سیسټم له سقوط سره مخامخ دی. روغتونونه د بسترونو او د اکسیجن د کمي له امله د کووېډـ ۱۹ ناروغان نه مني.
په دې اړه نور: د روغتیا نړیوال سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دیهند له دغه وضعیت سره چې نن د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره په دې هېواد کې د کرونا د نویو ناروغانو شمېر له درې لکو زیات ثبت شوی، د مبارزې لپاره له وسله والو ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
هندي چارواکو دغه راز د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۷۷۱ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د بریتانیا، جرمني او متحدو ایالاتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم له هند سره د روغتیا د عاجلو مرستو ژمنې کړي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ګیبرېیسوس وویل، په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدل به لاچټک شي او زیاته یې کړه چې په ټوله نړۍ کې د پرله پسې نهمې اوونۍ لپاره د کرونا ویروس نوې پېښې په زیاتیدو دي.
د هغه په وینا د دغه ویروس له امله د مړینو شمېر هم د پرله پسې شپږو اونیو په ترڅ کې مخ په زیاتیدو دی.
ښاغلي ګیبرېیسوس وویل، په نړۍ کې تېره اوونۍ د کووېډ -۱۹ دومره موارده ثبت شوي چې اندازه یې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له لومړیو پنځو میاشتو سره برابره ده.