چارواکي: نن د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسليک او چارې یې پيلېږي

ارشیف

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، ټاکل شوې نن سې شنبه (د غويي ۷مه) په ۲۱ ولايتونو کې د ۴۲ لويو بندونو د جوړولو تړونونه لاسليک او چارې یې عملاً پيل شي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه بندونو په جوړولو ۵۷۲ ميليونه ډالر لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به يې ۶۵ مېګا واټه برېښنا تولید کړي.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې نن په دې اړه ځانګړي مراسم نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدين خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې نن سې شنبه د اوبو او برېښنا د مدیریت اوونۍ پيل شوه چې په ترڅ کې به یې لسګونه بشپړ شوې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او د سلګونو نورو پروژو کارونه به هم پيل شي.