میدان وردګ چارواکي: د طالبانو مدرسه کې چاودنې ۵ طالبان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، په دای میرداد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مدرسه کې د یو توغندي چاودنې ۵ طالبان وژلي او ۵ نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون دوشنبه(د غويي ۶مه) مازېګر د دادو خېلو کلي په جومات کې شوې ده.

هوفیاني زیاته کړه: "د شفیع الله په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په اړونده دې مدرسه کې د راکټ یوه مرمۍ چاودلې ده چې پنځه طالبان یې وژلي او پنځه نور یې سخت ټپیان کړي دي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.