د کانونو وزارت: بغلان کې د یو شمېر غیرقانوني کیندنو مخه نیول شوې

ارشیف، بغلان کې یو شمېر کان کیندونکي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هغو راپورونو په اړه چې وایي، له کلونو راهیسې په بغلان کې په ډېرو کانونو کې په غیر قانوني توګه کیندنې کېږي وایي، په تېرو نهو میاشتو کې یې نژدې ۷۵۰ دا ډول کانونه په دې ولایت کې په نښه کړي او په ځینو کې یې د کیندنو مخه نیولې ده.

د دې وزرات ویاند عزیز غروال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر هغو کانونو کې چې خلکو د بې وزلۍ له امله چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي، کیندنې کولې د غیر قانوني کیندنو مخه نیولې، خو د هغو کانونو په اړه چې زورواکي او طالبان ورڅخه کار اخلي، هڅه کوي چې له نورو مسؤلو ادارو سره په دې کانونو کې هم د خپل سره او غیر قانوني کیندنو مخه ونیسي.

ښاغلي غروال زیاته کړه: "له دولتي امنیتي ارګانونو سره مو معلومات شریک کړي او انشاالله په دې اړه به هم لازم اقدامات وشي او د وخت په تیرېدو سره به په تدریجي ډول د ټولو دغو غیر قانوني کیندنو مخنیوی وشي."

په بغلان کې د ډبرو سکرو، سرو زرو، ګچو او چونې ډېر کانونه شته.