روسیې یو ایټالیايي ډیپلوماټ له خپل هېواده ایستلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي په مسکو کې یې د ایټالیا سفیر ورغوښتی او د دفاعي او سمندري ځواکونو د اتشې د وتلو امر یې ورسپارلی دی.
روسیې دا کار د ایټالیا لهخوا په مارچ میاشت کې د دوو روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کړی دی.
د ایټالیا دغه ډیپلوماټ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې له مسکو ووځي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې دا کار غیر عادلانه او بېبنسټه بللی دی.
اخوا رومانیا ویلي یو روسی ډیپلوماټ له خپل هېواده باسي.
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په بخارست کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې مرستیال الکسي ګریچایف ځکه باسي چې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف فعالیتونهیې لرلي دي.
د روسیې او ګڼو اروپايي هېوادونو ډیپلوماټیکې لانجې وروسته تر هغه زیاتې شوې چې چک جمهوریت د ۲۰۱۴ کال په یوه چاودنه کې روسیه ښکېله وبلله.
چک د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو ګواښ وکړ چې د روسیې له تُند غبرګون سره مخ شو.