د چک صدراعظم وايي له افغانستان سره همکاري به‌یې دوام وکړي

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش او په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي لیدنه

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش وايي، له "افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍوال ائتلاف د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي."

چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اندري بابېش دا خبره پراګ کې له افغان سفیر شهزاد اریوبي سره په لیدنه کې کړې.

د خپرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د چک جمهوریت او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي باب په پرانیستو خبرې شوې دي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي وايي، هېواد یې "هڅه کوي د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي او د چک صدراعظم څخه‌یې غوښتي چې له افغانستان سره په تخنیکي، صنعتي او اکاډمیکو سکتورونو کې همکاري وکړي."

چک جمهوریت په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د ناټو مأموریت په چوکاټ کې سلګونه سرتېري درلودل او وروستی مأموریت‌یې د بګرام د هوايي اډې د امنیت لپاره ګزمې وې چې د مارچ تر پای پورې یې دوام درلود.

د چکي رسنیو په حواله شااوخوا دوه زره چکي سرتېرو په بېلابېلو پړاوونو کې په افغانستان کې د نظامي مأموریت په ترڅ کې وخت تېر کړی دی. دا هېواد همدارنګه له څو کلونو راهیسې د افغان نظامي پیلوټانو په دوره‌يي روزنه کې هم مهم رول لوبوي.

په پراګ کې افغان سفیر شهزاد اریوبي وايي، د چک دولتي او خصوصي سکتور په افغانستان کې په تحصیلي، تخنیکي او صنعتي برخو کې همکارۍ او پانګونې ته لېواله دی او افغان حکومت غواړي چې د چک له دې لېوالتیا څخه په بېلابیلو برخو کې ګټه واخلي.