د افغانستان سترې محکمې اعلان کړه چې د نفتي موادو او ګازو د تصدۍ مخکېنی لوی رئیس عبدالولید تمیم په درې کاله بند محکوم شوی.
دا خبره نن د سترې محکمې په فېسبوک راغلې ده.
په بیان کې زیاته شوې چې د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې ابتدائيه محکمې پرون د عبدالولید تمیم محاکمه د مؤظف څارنوال او د هغه د حقوقي مساعد یا مدافع وکیل په حضور کې ترسره کړه.
د بیان له مخې عبدالولید تمیم له واک د ناوړې استفادې په خاطر په درې کاله تنفیذي حبس محکوم او د دولت خزانې ته د پنځه لکه او ۷۴ زره او ۲۲۱ ډالرو په ستنولو مکلف وګرځول شو.
عبدالولید تمیم د سترې محکمې تر دې اعلان څو شېبې وروسته د یوه فېسبوکي پوسټ له لارې په ځان لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي دي.
هغه د محکمې حکم جالبه بللی ځکه د ده په خبره محکمې دی د هغو ګازو د قضیې په تړاو تورن کړی چې د ده له مقررۍ مخکې پېرل شوي وو.
دی وايي د ګازو د پېر قضیه د ۱۳۹۳ کال وه او دی په ۱۳۹۵ کال کې د تصدۍ عمومي رئیس وټاکل شو.
تمیم همداراز ویلي چې په پرونۍ محاکمه کې د ده کوم مدافع وکیل نهو حاضر او نه چا خبر ورکړی و.