مسیر: د کرونا نوې څپه د افغانستان څنډو ته رارسېدلې ده

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د کرونا نوې څپه او افغانستان ته ورپېښ ګواښ په تړاو سرلیکنه کې لیکلي چې افغانستان د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو په ګډون، ځیني هېوادونه د کرونا یوې نوې څپې لاندې کړي او یوازې په هند کې په درېیو ورځو کې تر یو ملیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او زرګونه کسان‌یې وژلي دي.

وړاندې راغلي، د کرونا نوې څپه د افغانستان څنډو ته رارسېدلې ده، خو په افغانستان کې تدابیر په نشت حساب دي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې، مخکې له دې چې کرونا خوره شي، باید حکومت ټول تدابیر ونیسي چې نوې څپه افغانستان ته رانه‌شي.

خو لیکوال خبرداری ورکړی، که د کرونا نوې څپه راغله او خپره شوه، نو بیا یې نه په قرنطين مخه نیول کېږي او نه هم زموږ روغتونونه او روغتیايي سیستم دا وړتیا لري چې لازمه درملنه‌یې وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، افغانستان په نوي پړاو کې احتمالي خطرونو سره مخ دی.

وړاندې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته اشاره شوې راغلي،که د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو مخکې افغانان جوړجاړي ته ونه‌رسېږي، له ډېر پېچلي او خطرناک وضعيت سره به مخ شي.

ورځپاڼې لیکلي، د دې ترڅنګ له حکومت څخه دباندې ځيني د پخواني جهاد قوماندانان او ځيني نوي راپيدا شوي پر خاصو لږکيو قومونو پورې تړلي وسله‌وال دي چې ان ځانونه مستقل ګڼي او له طالبانو سره د جګړې ټټر ډبوي.

د لیکوال له انده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د حکومت ضد جګړه سخته شي، خو د حکومت لپاره به ستر خطر بېرونۍ جګړه نه، بلکې په حکومت کې شاملو ډلو بغاوت او ځان غوښتنې وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې ټینګار شوی چې افغان حکومت له پاکستان سره بايد سولې ته ورسېږي، ځکه پاکستان د طالب، ترهګرۍ او القاعده په شمول ټولو وسله‌والو ډلو او ان خپلو ملېشو پر مټ له افغانستان سره نااعلام شوې جګړه پر مخ وړي.

ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان له پاکستاني پلاوي سره د وضعيت په اړه په داسې حال کې بحثونه کوي چې د امريکا پوځ له افغانستانه د وتلو لپاره د تياري په لړ کې د تجهیزاتو پر ايستلو پیل کړی دی.

د لیکوال په وینا دې ته په کتو سره له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې ژمنتيا شته او په دې برخه کې افغان حکومت له نړيوالو شريکانو سره تماسونه لري.