په افغانستان کې د امریکا لوړپوړی جنرال وایي، د دوی ځواکونو د عملیاتو درول پیل کړي او په خبرهیې افغان ځواکونه باید د دغه مسؤلیت اخیستو ته چمتو واوسي.
سکاټ مېلر پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، له هغه ډېر کله دا پوښتنه کېږي چې افغان ځواکونه دې مسؤلیت ته چمتو دي؟
مېلر وړاندې ویلي، پيغامیې تل همدا و چې " افغان امنیتي ځواکونه" باید چمتو وي.
مېلر وویل د دوی د ټولو ځواکونو د وتلو چارې هم پيل شوې دي.
ښاغلی مېلر زیاتوي: "په داسې حال کې چې موږ د امریکایي ځواکونو شمېر صفر ته رسوو، موږ به اډې په لومړي سر کې د دفاع وزارت او نورو افغان ځواکونو ته ورکوو او دا ټولې هغه اډې دي چې موږ به ورڅخه وتل پیلوو."
له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر او نورو چارواکو دا ډاډ ورکړی چې ځواکونهیې له بهرنیو پوځیانو د مسؤلیت اخیستو ته چمتو دي او د دې کار وړتیا لري.