د پاکستان د بلوچستان خبریالانو اعتراض: پارلمان ته خبري پوښښ نه‌ورکوو

د پاکستان د بلوچستان ایالت یو شمېر خبریالان

د پاکستان د بلوچستان د خبریالانو ټولنه به د یوه خبریال د وژل کېدو د وروستۍ پېښې په اعتراض کې نن د دې ایالت د پارلمان له خبري پوښښ څخه ډډه وکړي.

د اردو ژبې ازادي ورځپاڼې خبریال عبدالوحید ریساني د شنبې په ورځ په کوټه کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شو.

که څه هم تر اوسه د دغې وژنې انګېزه نه‌ده روښانه، خو پولیسو ویلي چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي او امکان لري چې دغه قتل به هغه مهال شوی وي چې غلو هڅه کوله د هغه موټرسایکل وتښتوي.

د بلوچستان د خبریالانو ټولنې د ریساني قتل غندلی او غوښتنه‌یې کړې چې عاملان‌یې باید په نښه شي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د فرقه‌یي شخړو او د اسلامي سخت‌دریځو او بېلتون غوښتونکو د حملو شاهد دی.

له ۲۰۰۴ کال راهیسې په زرګونه کسان په دغو حملو کې وژل شوي دي. تېره چهارشنبه په کوټه کې د سرینا هوټل په پارکېنګ کې په یوه چاودنه کې لږترلږه پنځه تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د دغه برید مسؤلیت اخیستی او ویلي وچې په دغه برید کې یې چارواکي په نښه کړي و.